یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحامد کرزي له هغو سیاسي څېرو سره کتلي چې د یو مرموز...

حامد کرزي له هغو سیاسي څېرو سره کتلي چې د یو مرموز لیک په واسطه په مرګ ګواښل شوي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۵: پخواني ولسمشر حامد کرزي له هغو سیاسي څېرو او نوموتو اشخاصو سره سره کتلي چې په دې وروستیو کې د یو مرموز لیک په واسطه په مرګ ګواښل شوي دي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې یادو کسانو له ښاغلي کرزي سره په دې هکله خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

حامد کرزي ویلي، د افغانستان د اساسي قانون پراساس د وګرو سیاسي او ټولنیز فعالیتونه د دوی حق دی او حکومت دنده لري چې ساتنه یې وکړي.

د هېواد پخواني ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام ویلي د بیان آزادي او د سیاسي فعالیتونو حق د تېرو دوو لسیزو له لویو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږی چې باید ترې ساتنه وشي.

دغه راز ښاغلي کرزي په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او نظامي عملیاتو پر ډېروالي اندېښنه ښودلې او د جګړې اور ته لمن وهل یې د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.

نوموړي په هېواد کې د روان وضعیت د ختمولو یواځینۍ حل لاره د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل یاد کړي او پر ښکیلو خواوو یې غږ کړی چې په دې برخه کې دې بېړني ګامونه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب