دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهخالد: افغان پوځ د جګړې تر څنګ په هر حالت کې د...

خالد: افغان پوځ د جګړې تر څنګ په هر حالت کې د ولس ملتیا کوي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۵) د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد نن پروان ولایت ته د سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه تللی او د دغه ولایت خلکو ته یې ویلي،افغان پوځ یوازې د جګړې کولو لپاره نه دی بلکې په هر حالت کې به د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ وي.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت وزیر ستر جنرال اسدالله خالد نن له غرمې وروسته پروان ولایت ته د سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه سفر کړی.

خبرپانه کې راغلي، اسدالله خالد په پروان ولایت کې د سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي وښوده او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان امنيتي ځواکونه به په هر حالت کې د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

خبرپاڼه لیکي، اسدالله خالد د پروان خلکو ته ډاډ ورکړی چې ژر به له ځپل شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

د یادونې ده چې د ملي دفاع له وزیر سره په دې سفر کې د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني او د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني هم مل وو.

دا په داسې حال کې ده چې پروان ولایت کې تېره شپه د زیاتو اورښتونو له کبله سخت سېلابونه راغلل چې په پایله کې ۷۰ تنه مړه او نیږدې سل کسان ټپیان شوي دغه راز په سلګونو کورونه ویجاړ شوي دي.

3 COMMENTS

  1. ښه دی کړی وسلوال پوځ وایی همدیته چی هره ستونزه کی هیوادوالو سره مرسته وکړی،
    خالد صیب ته پکار ده چی د ملی اردو مرګ ژوبلی سخت پام واړوی دغو وروځو کی مرګ ژوبله بیخی زیاته شوی پر ځینو یی رسنی بلکل خبری هم نه دی او داسی پټ په پټه خاورو ته سپارل شوی.

  2. مخترم اسدالله خان خالد صاحب سلام می قبول کړه۰
    په رښتیا سره یو وطن پرست او د وطن خدمت ګار یاست۰
    زمونږ لپاره د افتخار سمبول یی۰
    هیله می داده چه دشمن نابود کوی دشمن ژوندی مه پریږدی
    د شهید جنرال رازق موفقیت پدی کښی وو
    ستاسی سلامتیا روغتیا او لا موفقیت له خدایه غواړم۰
    مننه

  3. ښه کار دی، که کمک ونکړی هم خلک یوه څه په حکومت باور پیدا کوی، مګر ولی د مور او د میری چلند، ولی توپیر په خپل اوولس کښی ولی زیاتره توجه بی بند او باره خلکو ته، دغه سیلاب خو تنها پروان ندی ځپلی هو د پروان خلک هم زموږ خلک دی ورسه د سروبی ولسوالی ته، ورسه د وردګو ولایت ته او داسی نور. بیا به په ریښتیا معلومه سی چی د ملت او مختلفو اقوامو غم درسره دی. اول د ناوی ولسوالی تصفیه کړه چی ستا ټاټوبی دی او ټول مرکزی ولایتونه تر نا آرامه دی. ښی چاری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب