دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د مرواريد کانال دويمه برخه به ډېر ژر افتتاح شي

ننګرهارکې د مرواريد کانال دويمه برخه به ډېر ژر افتتاح شي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۵) ننګرهارکې د PMS ادارې سيمه ييزمسئول ګل پاچا وایي د مرواريد کانال دويمې برخې د جوړېدو چارې د روان میلادي کال ترپایه بشپړې شي.

نوموړي وایي دغه کانال ۷،۷ کيلومتره اوږدوالی لري، چې ترڅنګ د سيند په غاړه کې ۹ کيلومتره استنادي ديوال او ۶،۵ کيلومتره زابرونه هم جوړ شوي دي.

د هغه په خبره د ياد کانال په اوږدو کې ۲۲۰ زره زينتي بوټي او ونې هم د سيمې د ښکلا په موخه کېنول شوي دي.

د دغه کانال د دويمې برخې د جوړونې چارې په ۲۰۱۶ کې د PMS ادارې مشر تيتسو ناکامورا لخوا پيل شوي، چې د روان ميلادي کال ترپايه به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ګل پاچا زیاتوي، چې د دې کانال بشپړیدو سره به په سیمه کې ۸۰ زره کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.
تیتسو ناکامورا څه موده وړاندې د نا پيژاندو کسانو له لوري په جلال اباد ښار کې د ولایت ترڅنګ په ډزو لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

حکومت د ناکامو د قاتلینو د نیولو ژمنې په ځلونو وکړې خو تراوسه یې د نیولو څرک نه لیدل کیږي.

4 COMMENTS

  1. مننه : د تاند تر ټولو غوره خبر،
    د ځمکو خړوبولو، غله جاتو، سبزیجاتو، میوه جاتو، زینتی او غیر زینتی بوټو او د انسانانو،څارویو او مرغانو لپاره غټ انسانی خدمت ترسره شو.

  2. مننه خوږ خبر دی، بله دا چی د ډاکټر ناکامورا قاتلین لکه لمر داسی مالوم دی خو دولت یی د نیولو اراده نه لری یا پری زور نه دی بر.

  3. ننګرهاری مشرانو روشن فکرانو د ننګرهار د ابادی لپاره ارام مه کښینی
    د کنړ او کامی د سیند د برق برشنا او بند لپاره متواتر لیکنی کوی
    د بادغیس د ولس په شان د ننګرهار د پاره خپل اواز پورته کړی۰
    لارو ته راووځی لاری بندی کړی پر دولت فشار راولی څو مجبور شی د ننګرهار د ترقی
    لپاره لاس په کار شی۰ د ننګرهار د نفوسو تراکم ته کار په کار دی۰
    ډیر چارواکی ننګرهار پوری تعلق لری هو هر یو خپل پوست ساتی۰
    اشرف غنی لوګر ته متوجه دی ننګرهاریان په غوړه ژبه خطا باسی۰
    د هر لیکوال روڼ اندی ایمانی وظیفه بولم چه د ننګرهار دپاره لاس په کار شی ۰
    مننه د کامی څخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب