دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعمران خان عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې

عمران خان عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۵: د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي په افغانستان کې د سولې راتګ په پاکستان کې د سولې او ثبات په معنی دی.

عمران خان دغه څرګندونې نن چهارشنبه د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره د ټیلفوني خبرو پر مهال کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ډاکټر عبدالله سره په دغه ټیلفوني مکالمه کې ویلي چې هېواد یې د افغان سولې پروسې څخه بشپړ ملاتړ کوي او هیله یې ښودلې چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل او په پایله کې یې په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي.

د ملي مصالحې د عالي شورا د اعلامیې له مخې عمران خان ډاکټر عبدالله ته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

عبدالله یاد هېواد ته د سفر بلنه منلې او ویلي یې دي چې د بین الافغاني خبرو تر پیل وروسته به په یو مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.

سرچینه کاږي چې عبدالله د افغان سولې پروسې برخه کې د پاکستان د همکاریو مننه کړې ده.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ویلي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو فرصت رامنځته شوی چې باید ضایع نه شي او ګټه ترې واخیستل شي.

دواړو لورو د تاوتریخوالي پر کمښت هم ټینګار کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر په داسې مهال له ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړي او پاکستان ته یې د ورتګ بلنه ورکړې چې ددغه هېواد په رسمي بلنه د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی دغه هېواد ته تللی او هلته یې له یو شمېر پاکستاني لوړ رتبه چارواکو سره په ځینو موضوعاتو خبرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب