جمعه, اپریل 19, 2024
Homeمقالېچاپیریالپه اسـتوګنو ودانيو کې د هوا کـکړتيا او په روغـتيا یې اغــېزې

په اسـتوګنو ودانيو کې د هوا کـکړتيا او په روغـتيا یې اغــېزې

ليکــــنه او ترتيب:

حامــــــــد ((فايق ))  او نګــــــين ((کرګـــر))

خلک فکر کوي چې (کور) ترټولو خوندي او امن ځای دی چې پکې له هر اړخه انسان سوکاله او راحت احساس لرلی شي؛ خو په حقيقت کې داسې نده !!!

مونږ په خپلو کورونو کې د ژوند ځينې عادي فعاليتونه کوو لکه پخلی کول، د سېګرېټ څښول، د خونو ګرمول، د خونو جارو کول..چې د کور دننه د هوا د ککړتيا باعث کيږي، دا هرڅه ډېر عادي انګېرل کيږي خو ددې په پايله  کې يې هر کال په لکونو خلک خپل ژوند بايلي. 

په کورونو کې د هوا ککړتيا په جنوب شرقي آسيا کې د ناروغيو تر ټولو ستر لامل دی  او په نړيواله کچه په دريمه کټاګورۍ کې راځي.

د  WHO  يا نړيوالې روغتيايي ادارې د راپور په اساس هر کال په ټوله نړۍ ۸  ميليونه وګړي د ککړې هوا له کبله مري چې د هغه له ډلې څخه يې ۴.۳ ميليونه خلک د کورونو له ککړې هوا څخه او ۳.۷  ميلونه يې د چاپېريال د ککړې هوا څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په کــورونو کې د هـوا د کــکړتيا ترټولو لويې ســرچينې عــبارت دي له ؛

۱. د سون مواد چې د پخلي لپاره سوځول کيږي.  ۲. د سېګرټو څکول يا د تنباکو استعمال   ۳– په کورونو کې د حرارت د کنټرول کول (حرارتي تعادل) ساتلو وسيلې   ۴. د غوماشو د شړلو لپاره د کيمياوي موادو استعمال    ۵. په کورونو کې د ځينو مصنوعي خوشبويي يا عطرو استعمال ۶. په کورنو کې د ساختماني موادو استعمال  

په کورنو کې د هوا ککړتيا د انسان د ژوند په هر پړاوو کې خطرناکې روغتيايي اغېزې لري چې ښايي په انسان کې د زړبوډۍ څخه مخکې رابرسېره شي.

د اسان تنفسي سيستم د زيات فشار برداشت لري خو د کورونو ککړه هوا د انسان د غدواتو سيستم، عصبي سيستم او د زړه او رګونو سيستم لپاره يو ستر روغتيايي ګواښ دی چې ښايي وروستۍ پاپله يې د سرطان ناروغي وي.

ددې لپاره چې په کورونو کې د ککړې هوا څخه ځان وساتو او دامکان ترحده احتمالي خطرات کم کړو نو بايد پورته ذکر شپږ سرچينې يو يو وڅېړو.

په کــورونو کې د کــکړې هــوا ســرچينې

۱- د ســون مــواد د پخلي لپاره پکاريږي:

 د سون مواد چې د پخلي په وخت کې سوځي په وروسته پاتې هيوادونو کې په کورنۍ هوا ترټولو ډير اغېز لري، دا مواد عبارت دي له؛ تېل، ګاز، لرګي، بور، خوشايي..

طبعي ګاز د ميتان او مايع ګاز يا LPG د پروپان يا د پروپان او بيوتان له ترکيب څخه عبارت دی. د طبعي ګازو کثافت د مايع ګاز په پرتله کم دی او سوځېدو لپاره کم مقدار آکسېجن ته اړتيا لري او کله چې و سوځي په کورونو کې پخلنځای، دهليزونه، د کوټو چتونه تر پوښښ لاندې نيسي.

برعکس د مايع ګاز ګثافت ډير دی (وزني او کتلوي دواړه ډول کثافت)، د سوځېدو په وخت کې د کورنۍ هوا ډېر آکسېجن ته اړتيا لري او کله چې وسوځي د وزني کثافت د ډيروالی له کبله د کور د ساختماني اعضاوو چتونو ته نه رسيږي خو د کور ټوله فضأ کې ځوړند پاتې کيږي او هغه مونږ تنفس کوو.

۲-  د ســېګرېټو څکول:

په نړۍ کې کابو ۱.۱ بيلونه وګړي په سېګرېټو روږدي دي چې دا شمېره هره ورځ په لوړېدو ده؛ سېګرېټ څښوونکي درې ډوله دي، لمړی هغه چې سېګرېټ څښوي، دوهم هغه چې د سېګرېټ څوونکي ترڅنګ ناست وي او دود يې تنفس کوي او دريم هغه دی چې د سېګرېټ څښوونکي د سېګرېټو کېمياوي مواد تنفس کوي؛ هغه مواد چې د څښوولو وروسته په کورنۍ هوا، کاليو، دېوالونو، چتونو، توشکو او کوچونو کې ذخيره کيږي.

د سېګرېټ دود ۷۳۵۷ ډوله کيماوي لري چې ترټولو خطرناک يې بينزين، کاربن مونو اوکسايډ، هايدروسايکليک امينونه، سيانايډ، فارم الديهايد، ټروپونوييډ، فينول، نيکوټين او درانده فلزات دي.

اوس مو خوښه چې سېګرېټ څکوئ که نه!!!!

۳- په کــورونو کې د حــرارت د کنټرول کول (حرارتي تعادل) ســاتلو وســيلې:

په کورونو کې د ډيرې سړې يا ډيرې ګرمې هوا د کنټرول لپاره ځيني وسايل کاريږي د بېلګې توګه په پرمختللي هيوادونو کې د حرارتي تعادل او رطوبت کنټرولولو لپاره اېرکنډېشن او کارک (عايق) استعماليږي.

د کړکيو خلاصول په طبعي توګه د هوا تبديلي ګڼل کيږي خو کله چې د کورونو کړکۍ خلاصيږي؛ په چاپېريال کې ککړه هوا د ۲.۵ څخه تر ۱۰ مايکرون پورې د مېسو، اوسپنې، پوټاشيم، نېکل، سيليکان، وېناډيم، زېنګ، او د اوزون ګاز وړې ذرې د کوټو د ننه داخليږي په ځانګړي توګه هغه کورونه چې د سړک په غاړه يا سړک ته نيږدې واقع وي د پېټرولو او ډېزلو د سوځېدو له کبله د نورو کورونو په پرتله ډېر اغېزمن کيږي.

۴- د غومــاشو شــړلو لپاره د کېمياوي مــوادو اسـتعمال:

د نړۍ وروسته پاتې هيوادونه د ساري او ميکروبي ناروغيو سره لاس او ګرېوان دي؛ هغه ناروغۍ چې د غوماشو او حشراتو پواسطه له يوه انسان نه بل انسان ته انقاليږي چې ترټولو ښه مثالونه يې د ملاريا او ډينګو تبه ده.

د يادو ناروغيو د انتقال او ددې پواسطه د مرګونو لړۍ د درولو په پار په کورونو کې يو ډول کيماوي سکاره سوځول کيږي لکه موټين.

په نړۍ کې کابو ۲ بيلونه وګړي دا ډول کيماوي  سکاره سوځوي او په اوسط ډول هر کور د ورځې له ۶ نه تر ۷ ساعتو پورې په مسلسله توګه دا سوځوي؛ نو تاسې له دې څخه د هوا ککړتيا ښه قياس کولی شئ.

۵-  عــطر او د بدبويي ضــد کيمياوي مــوادو اسـتعمال:

هغه کورونه چې د هوا تبادله يا Ventilation پکې کمه وي؛ دې ته اړ دي چې په کور کې د بدبويي لرې کولو لپاره عطر، يا خوشبويي استعمال کړي چې ډېر خطرناک کيمياوي مواد لري. تقريبأ د ټولو اديانو پيروان په خپلو مذهبي مراسمو او د مړو خښولو پر مهال عطر استعمالوي او يا له حده ډېر د سون مواد سوځوي؛ مثلأ هندوان د هواد د تبديلي او په مذهبي مراسمو کې يو ډول کيمياوي مواد سوځوي چې خوشبويي خپروي؛ دوی دا کار په اوسط ډول د ورځې ۲ يا درې ساعته کوي او په هند کې په اوسط ډول ۳ بيلونه عبادت ځايونه دي، همدارنګه خپلو مړو ته اور اچوي، عېسويان په خپلو مذهبي مراسمو کې ډېوې بلوي، مسلمانان عطر او خوشبويي استعمالوي او مړو پسې د خيراتونو پرمهال په اوسط ډول له ۵ څخه تر ۱۰ دېګونو پورې خوراکي مواد پخوي او ددې لپاره ډير د سون مواد سوځوي او دا کار څو ورځې کوي.

دا ټول هغه څه دي چې د کور دننه او د چاپېريال هوا پرې ککړيږي.

۶- ســاختماني مــواد :

مختلف رنګونه چې کورونو ته د ځلا او ښکلا ورکولو په موخه استعماليږي؛ د بخاراتو په بڼه يو ډول عضوي مرکبات خپروي چې دا د کور داخلي فضأ ککړوي.

معدني ډبرې چې په کورونو کې استعماليږي يو ډول دوړه يا ګرد لري، هغه کورونه چې د خښتو او سمنټو جوړ شوي وي په کورنۍ هوا کې د سليکان ذراتو د راپيداکېدو باعث کيږي.

د پايپونو ناسم تړل او غير معياري شبکې ددې باعث کيږي چې د کورونو دېوالونه نم يا رطوبت و نيسي چې دا په کورونو کې د الجيانو، فنجيانو او مختلفو باکترياوو د پيداکېدو سبب ګرځي کوم چې د انسان د روغتيا لپاره ډېر خطرناک دي.

ســـــــــــرچينه :

Household air pollution and its effects on health

Komalkirti Apte, Sundeep Salvi

Chest Research Foundation, Kalyaninagar, Pune, India

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب