یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه بدخشان کې د طالبانو د جنګ د تمویل یوه غټه سرچینه...

په بدخشان کې د طالبانو د جنګ د تمویل یوه غټه سرچینه د سرو زرو ځایي کانونه دي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲: د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، طالبان ددغه ولایت د سرو زور کانونو د غیر قانوني کیندنې څخه د میاشتې په میلیونونه افغانۍ عواید تر لاسه کوي.

هغوی وايي طالبان د هېواد په سطحه په غیر قانوني توګه د معادنو له کیندنې څخه ډېرې پیسې ترلاسه کوي او وسلې او نظامي تجهیزات پرې اخلي.

د بدخشان محلي چارواکي د راغستان د طلا له استخراج څخه د طالبانو د ډلې د عوایدو په هکله اندېښنه لري او وایي چې دا کار به په دغه ولایت کې د نا امنۍ سبب شي.‌

په فیض آباد ښار کې د ارغستان ولسوالۍ یو حکومتي کارمند حسیب الله وايي، طالبانو د سرو زرو د استخراج لپاره پرمختللي ماشینونه راوړي او په خبره یې کارکوونکو ته هم د کار په بدل کې پیسې ورکوي.

د هغه په وینا هر کارکوونکی باید د ورځې په پای کې د تر لاسه شوو طلاوو پینځمه برخه طالبانو ته ورکړي.

حسیب الله زیاتوي: «له کومه وخته چې طالبانو په ارغستان ولسوالۍ کې حاکمیت پیدا کړی د هغو سیمو واک یې په خپل لاس کې اخیستی چې معادنونه لري، او هر عادي کارمند چې هلته کار کوي مجبور دی چې د ورځې په پای کې طالبانو ته حق ورکړي.»

په بدخشان کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر حقجو وایي چې بدخشاني طالبان له دې سره سره چې د هېواد له بهر څخه پیسې ترلاسه کوي، هره ورځ د راغستان او یفتل د سرو زرو د کانونو له استخراج څخه ډېرې پیسې ترلاسه کوي او وسلې او نظامي تجهیزات پرې اخلي.

په همدې حال کې د بدخشان والي محمد ذکریا سودا وايي، طالبان هره میاشت په میلیونونو افغانۍ د کانونو له استخراج تر لاسه کوي او خپلې جنګي ډلې پرې تقویه کوي.

د هغه په خبره طالبان د همدې کانونو په پیسو تجهیزیږي او بېرته د امنیتي ځواکونو په مقابل کې جنګيږي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بدخشان د ځايي حکومت دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، دوی د کانونو په غیرقانوني کیندنه کې لاس نه لري او په خبره یې یواځې د سیمې قومي مشران له پخوانیو میتودونو په استفادې کانونه استخراجوي.

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې یو له هغه ولایتونو څخه دی چې ډېرې معدني زېرمې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب