یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهځینې قومي مشران ننګرهار کې له طالبانو معاش اخلي

ځینې قومي مشران ننګرهار کې له طالبانو معاش اخلي

تاند(یکشنبه، د اسد ۲) ځایي سرچینې وایي، چې په ننګرهار ولایت کې یو شمیر ولسي مخور او قومي مشران له وسله والو طالبانو معاشونه اخلي.

ویل کیږي دا معاشونه له پنځو زرو تر لسو زرو افغانیو پورې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړو او په دې ولایت کې قومي مشرانو د دې خبر پخلی کړی دی.

د دې ولایت د ولايتى شورا مرستيال اجمل عمر وايي، طالبان هڅه کوي چې د حکومت او ولسونو ترمنځ د پيدا شوى واټن نه په ګټې اخيستنې سره، قومي مشران او مخور ځان ته ور جلب کړي.

دی زیاتوي، چې که حکومت د دې چارې مخنیوی ونه کړي یو لوی سرخوږی به رامنځته شي.

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد په يوه غږيز پيغام کې ویلي، چې دوي ولسي مخورو او ديني علماو ته يوه انداز پيسي په پام کې نيولي، تر څو د دوی اړتياوې لکه د موټرو تیل او د جوماتونو او کورونو بيرته جوړول پوره شي.

بل لورته د ننګرهار د والي وياند، عطاالله خوږياڼي دا خبر رد کړی دی.

خوږیاڼي ویلي، چې دوی په دې اړوند هيڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوی او د تاوتریخوالي کچه هم زیاته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب