Homeخبرونهپه غزني کې ۱۳ وسله ‌والو طالبانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې

په غزني کې ۱۳ وسله ‌والو طالبانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲) غزني کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې نهه وسله‌وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته وویل، چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه ناوخته د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند لېونۍ بازار او عسکرکوټ سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي.

نوموړي وویل، دغه بریدونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او په پایله کې یې نهه وسله‌وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې په دې نښته کې دوه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...