تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲: د غزني ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې اووه ملکي وګړي وژلي دي.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د جغتو ولسوالۍ د قیاق په دره کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي جمعه زاده په خبره په دې پېښه کې د درې مېرمنو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي.
د هغه په خبره دا برید په یوه سراچه موټر شوی چې یاده مرګژوبله یې اړولې ده. خو په خبره یې دا معلومه نه ده چې موټر په کوم لوري روان وو.
د غزني د والي ویاند زیاتوي، سیمې ته یې امنیتي ځواکونه استولي تر څو ددغو ملکي وګړو جنازې د غزني ښار ته انتقال کړي.
جمعه زاده ددې برید پړه پر طالبانو ور اچولې، خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
غزني په هېواد کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی چې طالبان یې په ډېرو ولسوالیو کې پراخ حضور لري.