یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغزني کې د علیپور ملیشو پنځه کندهاریان تښتولي

غزني کې د علیپور ملیشو پنځه کندهاریان تښتولي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲) د غزني په مالستان او جاغوري ولسواليو کې د کندهار پنځه اوسېدونکي تښتول شوي دي.

دغه تښتول شوي کسان د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ موټر چلوونکي دي چې تېره ورځ د غزني په مالیستان او جاغوري ولسوالیو کې له خپلو موټرو سره یو ځای نامالوم لورې ته تښتول شوي دي.

د یادې ولسوالۍ قومي مشران وايي، دغه موټر چلوونکي د علیپور ملېشو له لورې تښتول شوي، چې له ډلې يې یو موټر چلوونکی وژل شوی هم دی.

د سپین بولدک قومي مشران له حکومت غوښتنه کوي، چې د یادو کسانو د برخليک په اړه دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

عليپور د نامسؤوله وسله والو قوماندان دی چې تر دې وړاندې د افغان حکومت لخوا په کابل کې نیول شوی و.

خو وروسته بیا د افغان چارواکو په ضمانت سره بیرته له بنده ازاد شوی دی.

3 COMMENTS

  1. دولت باید داسې کسان خوشې نه کړي. او ځای پر ځای يې باید ووژني. خو اوس باید ددې حرمونی پر ځای سرور بی دانش، لوټمار او بې سواده، پخواني خر کاران محقق او خلیلي ونیول شي. همدې حرمونو د غله او اختطافچي علیپور ضمانت کړی و نو اوس یې باید ځواب ورکړي. داسې کسان صرف نظر له دې چې کوم قوم پورې مربوط دي، باید سمدلاسه ووژل شي تر څو چې خلک یې له جنجله خلاص شي.

  2. د غني په نيمګړي واک کې غله، لوټمار او لنډه غر دومره چاغ شول چې ډنګرول يې ډير وخت غواړي.
    عليپور ونيول شو بيا خوشی شو اوس دادی خلک تښتوي دا ځکه چې حاکم مفسدين او پرديپاله چورواکي فقط د خپلې څوکۍ او غلاوو په غم کې دي.
    وبابا اشرف غني خدای دې ژر زموږ له سره ورک کړه،،،، ته وايه آمين

  3. د علیچور او د هغه د حامیانو په مقابل کې باید یو قوي او یو موټی ملي ځواک جوړ شي . که احیانا کوم څوک د فاطمینو او علیچور خېلو ملاتړ کوي ، باید د دوی هڅې په نطفه کې خنثي کړل شي . علیچور د افغان ملت قاتل او جلاد دی . له دغه جلاده د خلاصون لار فقط یوه متحده ملي جبهه جوړول دي . ټول اختلافات باید یوې خواته پرېښودل شي . د داسې یوې ورځې د رارسېدلو په هیله چې هېڅ زورواکی او خپل سری نور پدې وطن کې نه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب