Homeخبرونهکندهار کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې شپږ طالبان او دوه...

کندهار کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې شپږ طالبان او دوه پولیس وژل شوي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲: د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د طالبانو ۶ غړي وژل شوي او پینځه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندان ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، لومړۍ پېښه د سپین بولدک ولسوالۍ په بولک مېنه کې هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د پولیسو په یوه پوسته برید وکړ.

د ښاغلي بارکزي په خبره د طالبانو تر حملې وروسته د دواړو لورو تر منځ نښته شوې چې په نتیجه کې یې څلور طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.

د هغه په خبره په دې نښته کې د وژل شویو سربېره پینځه طالبان او دوه پولیس ټپیان شوي هم دي.

د یو بل خبر له مخې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو دوه غړي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه ددغو پېښو په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...