یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد شمالي ولایتونو مشرانو د اسلامي امارت له بیا جوړېدو سره مخالفت...

د شمالي ولایتونو مشرانو د اسلامي امارت له بیا جوړېدو سره مخالفت کړی

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲) د شمالي ولایتونو یو شمېر مشرانو د امرالله صالح په کور کې له ولسمشر غني سره لیدلي دي.

سرچینې وایي دا لیدنه تیره شپه ترسره شوې ده.

په دې لیدنه کې د شمالي ولایتونو یو شمېر مشرانو د اسلامي امارت بیا جوړېدو سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.

د دغه غونډې یوګډونوال جنرال مالک ویلي، چې د غونډې ټولو ګډونوالو په ټینګار سره ویلي، چې امارت اسلامي هېچاته د منلو نه ده او جمهوریت باید دوام وکړي.

که څه هم په رسمي ډول تراوسه نه طالبانو او نه هم حکومت په دې اړه تازه څه ویلي خو؛ یو شمیر سرچینو ویلي، چې وسله وال طالبان په دې هڅه کې دي، چې د جمهوریت نظام په اسلامي امارت بدل کړي.

https://taand.net/%d8%b1%d8%ad%d9%85%d8%aa-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d9%86%d8%a8%db%8c%d9%84-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86-%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%86%da%89/

د یادونې ده ، چې له دې وړاندې جمهور رئيس محمد اشرف غني په ځلونو ویلي، چې پرجمهوریت به هېڅکله معامله ونکړي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d8%ac%d9%85%d9%87%d9%88%d8%b1%db%8c%d8%aa-%d9%be%d8%b1-%d8%b3%d8%b1-%d9%87%db%8c%da%85-%d9%85%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%84%db%90-%d8%aa/

4 COMMENTS

  1. تر نوم ماهیت مهم دی. قطر امارت دی متحده عرب امارت دی کویټ امارت دی، اوس نو راشه دهغوی امارتونه د طالیب حمارت سره پرتله کی، لکه حلوا او غول…او همداسې یې درواخلئ د فرانسې جمهوریت دامریکا جمهوریت او د افغانستان اشراري جمبوریت.

    ريښتیا، اشرف غني که د افغانستان خلکو ته یوه خبره هم ریښتیا کړي وي نو همدغه ده چې: پرجمهوریت به هیڅکله معامله ونکړي.
    څوک په خپله څوکۍ معامله کوي؟! سړی به ملا نصرالدین وي چې هغه شاخ غوڅوي چې پرې ناست وي ههههه

  2. نه د چور جمهوریت او نه هم د ځناورو امارت. نوم یې چې هرڅه وي خو چې د قانون په مخ کې ټول یو شان حقونه ولري. درناوي

  3. دولت افغانستان دي وي، جمهوریت او امارت يې په کونه مه ورتړئ، خو د انسان زامن سئ… او بل هر لوی خېټي ته نه شو ویلی چي د پلانکۍ سيمي مشر….

    مشران ګرسره سته نه، که وای، وطن به مو په دا حال کي نه وای..

  4. لنډغر خود سوله نه غواړي د امرالله ملګري هم دده په څېر لنډغر او پرديپاله دي او غني د خپل نيمګړي واک لپاره هر څه زلالت او سرټيټي قبلولی شي.
    په جنګ کې پښتنو تاوان کړی يو نسل يې نالوستی رالوی شو دغه حالت نور د زغملو نه دی په هر قيمت چې وي سوله غواړو او د تېرو شلو کلونو حساب هم غواړو.
    لنډغر، ټاميان او پرديپاله به يا تښتي يا به زندان ته ځي ان شاءالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب