Homeخبرونهد کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د طالبانو یو سرګروپ ونیول شو

د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د طالبانو یو سرګروپ ونیول شو

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲: د ملي دفاع وزارت وايي د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو یو سرګروپ نیولی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل شکردرې ولسوالۍ په صالح خیلي او بویه زار کلیو کې ګډ عملیات تر سره کړل، چې په پایله کې یې د یادې ډلې دغه سرګروپ ملا اختر د عبدالمنان زوی ونیول شو.

خبرپاڼه زیاتوي: «نوموړي د شکر درې ولسوالۍ په وروستيو ويجاړيو او ترهګريزو کړنو کې لاس درلود او د شکر درې له اوسيدونکو يي باج اخسته.»

باید وویل شي چې یوه اونۍ مخکې دفاع وزارت د شکردرې ولسوالۍ له طالبانو څخه د بشپړ پاکوالي خبر ورکړ.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یې ددې ولسوالۍ ټول کلي د طالبانو له حضور څخه پاک کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...