یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد ټېک ټاک کمپنۍ مالکان وايي د ټرمپ د بندیزونو په هکله...

د ټېک ټاک کمپنۍ مالکان وايي د ټرمپ د بندیزونو په هکله نړیوالو محاکمو ته شکایت کوي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲: د ټېک ټاک کمپنۍ څښتن وايي د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د بندیزونو په هکله نړیوالو محاکمو ته شکایت کوي.

ولسمشر ډونالډټرمپ امریکايي کمپنیو ته ویلي چې په څو اونیو کې دې له دغې چینايي کمپنۍ سره خپلې اړیکې پرې کړي او په امریکا کې دې د ټېک ټاک څانګه هم وپیري.

خو ددغه چیناني اپليکېشن مالکان وايي ډېر ژر به د ډونالډترمپ له دغه اقدام څخه نویوالو عدلي او قضايي ادارو ته شکایت وکړي.

د ټېک ټاک کمپنۍ مالکان ټینګار کوي، چې کارونه یې په قانوني بڼه مخته ځي او په خبره یې د امریکا د ولسمشر وضع کړي محدودیتونه د ټولو نړیوالو اصولو او قوانیونو خلاف دي.

دغه اپلیکېشن چې د ويډیو جوړولو، خپرولو او شریکولو یوه بوختوونکې وسیله ګڼل کېږي، په امریکا کې نږدې ۸۰ میلیونه کاروونکي لري چې له دې لارې چین په میلیونونو ډالر ګټه تر لاسه کوي.

نه یواځې دغه اپلیکېشن په امریکا کې دومره زیات کارول کېږي، بلکې د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونه کې مینوال لري او هره ورځ پکې د خپلې خوښې ويډیوګانې جوړي، شریکوي او ګورې یې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب