یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یوه پلارخپله لور وژلې او...

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یوه پلارخپله لور وژلې او زوی یې ټپي کړی

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲) د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ املې سیمه کې یوه پلار په ډزو خپله لور وژلې ده او یو زوی یې ټپي کړی دی.

د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار ادریس تاند وېب پاڼې ته وویلې، چې قاتل په نشه روږدی وو او نوموړي دا کارهم د نشې په حالت کې ترسره کړی دی.

امنیه قومندان وایي، د پېښې عامل له سیمې تښتېدلی او په خبره یې دوی یې د نیولوهڅې پیل کړي.

بل لورته د سیمې یوه عیني شاهد شوکت امله وال تاند ته وایي، چې دا پېښه د دل آغا په نوم یوه سړي تیره شپه شاوخوا ۹ بجې ترسره کړې او له سیمې تښتېدلی دی.

دوی وایي ټپي یې د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لیږدولی دی.

په دې وروستیو کې یوځل بیا کورنی تاوتریخوالی زیات شوی او خلک یې لامل بیکاري یادوي، چې وایي له همدې امله خلک نشه یي توکو ته مخه کوي او بیا دا ډول پېښې رامنځته کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب