یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل امنیه قومندان د وروستیو ناامنیو له امله له دندې لرې...

د کابل امنیه قومندان د وروستیو ناامنیو له امله له دندې لرې شو

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل امنیه قومندان یې د وروستیو نا امنیو له امله له دندې لرې کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تایید کړې چې د کابل امنیه قومندان جنرال امان الله واحدي یې د وظیفوي غفلت له وجې له دندې ګوښه کړای شوی دی.

دا اقدام وروسته تر هغه کيږي چې په پلازمینه کابل کې د ناامنیو په اړه د خلکو اندېښنې او غبرګونونه زیات شوي دي.

تر دې د مخه د کورنیو چارو وزارت د کابل د ۱۶ او ۱۷ امنیتي حوزو امرین او ورسره ۱۴ منسوبین هم د وظیفوي غفلت له امله له دندې لرې کړي وو.

امنیتي مسؤلین بیا وايي د روان وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د نښلېدونکو بمي چاودنو پېښې زیاتې شوي او هره ورځ پکې د حکومتي کسانو سربېره ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.

پرون شنبه په کابل کې په یوه ورځ څلور چسپکي بمې چاودنې وشوې چې پکې د دوو نظامیانو په ګډون پینځه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د دغو پېښو مسؤلیت تر اوسه کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه غوښتي و چې ژر تر ژره زمري پیکان چې په اداري فساد تورن دی ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

    ښاغلي غني تېرکال له اداري فساد سره د مبارزې په اړه کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د عدلي او قضايي مرکز امر باید له هر ډول ځنډ پرته پلې شي او زیاته یې کړه چې د جنرال پیکان نه نیول کېدو د افغانستان شهرت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
    د کورنیو چارو وزارت دغه پخوانی جنرال د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې له نهو تنو نورو کسانو سره “په قتل کې د ګډون، له دندې څخه د ناوړه استفادې، له خپلو حد او حدود څخه د تجاوز په تور” له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتدايي محکمې لخوا علني محاکمه شوی و.

    د پيکان زوی مختار پيکان د دولتي وسایطو او وسلې پر مټ یو تن وژلى و چې پلار یې هم په دغه وژنه کې مرسته ورسره کړې وه.
    د پیکان بل زوی د سهراب په نامه د يوه کس په وژنه هم تورن دی

  2. عجیبه ماشومانه لوبه روانه ده . د یو څو کورنیو دسیسو جوړونکو لپاره د افغانستان وسله وال پوځ او امنیتي ارګانونه خپل پیاوړي قوماندانان او جنرالان له لاسه ورکوي او نوم یې هم وظیفوي غفلت پرې ږدي .
    که زمونږ سیاسي مشران همداسې ساده لوحانه پرېکړې وکړي ، لرې به نه وي چې د قدرت واګې یوځل بیا د 1370 کلونو سقاوي دورې ته وروګرځي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب