یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد لغمان په الینګار ولسوالۍ کې ۵ سیمه ییزو پولیسو ته مرګ...

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې ۵ سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲) د لغمان د والي ویاند اسد الله دولت زی وایي، چې تېره شپه د الینګار ولسوالۍ اړوند چینچار پل سیمه کې وسله والو طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو ډله ییز برید کړی.

دولت زی زیاتوي په دې برید کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

نوموړی وایي په ځوابیه برید کې ۳ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

بل لورته ځایي خبریالان بیا وایي، چې په دې پېښه کې ۶ ولسي خلک هم ټپیان شوي دي.

سره له دې، چې د سولې خبرې تودې روانې دي او د عامو افغانانو هیلې هم ډیرې شوي خو بیاهم افغان حکومت وایي وسله والو طالبانو تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب