جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ښارجوړونې وزارت وایي د نوي کابل د جوړولو طرحه تیاره ده

د ښارجوړونې وزارت وایي د نوي کابل د جوړولو طرحه تیاره ده

تاند (یک شنبه، د سنبلې ۲) د افغانستان دښار جوړونې وزارت مسولان وایي، چې د نوي کابل ښار د جوړولو طرحه تیاره ده.

د یاد وزارت سرپرست وزیر محمود کرزی زیاتوي، چې طرحه یې جوړه کړې او د نوي کابل د جوړېدو په لار کې یې شته خنډونه هم له منځه وړي دي.

سرچینه وایي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال په ده سبزسیمه کې د نوي کابل د جوړولو پلان جوړشوخو؛ په خبره یې د ستونزو له امله دغه پروژه تر دې دمه نه ده عملي شوې.

محمود کرزی وايي هغه کسان، چې په دې سیمه کې ملکیت لري باید په پروژه کې شریک کړل شي او عملا دې د دغه پروژې د پیل لپاره اقدامات ترسره شي.

کابل ښاریان شکایت لري، چې په ښار کې بې نظمي او ګڼه ګوڼه د چارواکو د بې غورۍ له امله ده او په خبره یې که دوی یو منظم ښار جوړ او هرڅه ته یې منظم ځای چمتو کړی وایي ښايي دا بې نظمي نه وای رامنځته شوی.

دوی وایي اوس هم وخت تېر نه دی او د ښار جوړونې وزارت باید دا ستونزه ژر حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...