تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲) د امریکا د کلیفورنیا ایالت د ځنګلي ساحو د محافظت اداره وايي، چې په یاد ایالت کې اوس هم اورلګېدنه دوام لري.
یاده اداره وایي د اورلګېدنې له امله تر دې دمه اوه سوه کورونه سوزېدلي دي.
د ځنګلي ساحو د محافظت اداره زیاتوي، چې تر دې دمه ۴ سوه زره هکتاره ډېره ځنګلي سیمه په بېلابېلو برخو کې له منځه تللې ده.
د سرچینې په خبره اولګېدنه د هوا د ګرمۍ او تندر دغورځېدو له امله رامنځ ته شوې او د اور وژنې سلګونه غړي تر اوسه د اور پر کنټرول نه دي بریالي شوي.
په ورته مهال امریکايي چارواکي بیا وایي، چې د اور د کنټرول لپاره یې له شاوخوا ایالتونو هم د مرستې غوښتنه کړې او د ځمکې او هوا له لارې د اور د کنټرول هڅې روانې دي.
د یادونې د، چې هرکال د کلیفورنیا ځنګلي برخې د دا ډول اورلګېدنو شاهدې وي او له امله یې زرګونه کسانو ته پکې مالي زیانونه اوړي او سلګونه هکټاره ځنګلونه پکې له منځه ځي.