سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهایران په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی

ایران په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲) افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان وایي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د کابل په ګډون په ګڼو ښارونو کې تاوتریخوالی او نښتې ډېرې شوې دي چې دا مسئله ډېره اندېښمنوونکې ده او باید د مخنیوي هڅې وشي.

د طاهریان په خبره د دې اړتیا ده، چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړې عملي شي او په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړل شي.

طاهریان دغه راز ویلي، چې ایران د مذاکراتو او سولې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی او د دې غوښتونکی دی، چې ژر تر ژره دلته روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

څه موده وړاندې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې د کډوالو پر سر یو څه ترینګلې شوې وې خو اوس لیدل کیږي، چې دواړه لوري په دې هڅه کې دي څو اړیکې ښې کړي.

خو عام افغانان بیا د ایران پرنیت شک لري او د نا امنیو د زیاتېدو یو لامل ایران یادوي، چې د دوی په خبره خپلې موخې د جګړې له لارې ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب