سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهکورنیوچارو وزارت د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پيکان نیولی

کورنیوچارو وزارت د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پيکان نیولی

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، چې امنیتي ځواکونویې په کابل ښار کې د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان نیولی دی.

زمری پيکان تر دې وړاندې په فساد تورن و او عدلي او قضایي ارګانونو یې د نیولو امر کړی و خو؛ د مسولانو په خبره پولیس یې په نیولو نه وو بریالي شوي.

د کورنیو چارو وزارت هم په رسمي توګه د نوموړي نیول کېدل تایید کړي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې پیکان نن سهار د پولیسو لخوا نیول شوی او ډېر ژر به یې دوسیه د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري وڅېړل شي.

زمری پیکان د عامه نظم پولیسو قومندان و، چې په ۱۳۹۶ کال کې له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په اته کاله بند محکوم کړی و.

بل لورته د نظامي چارو کارپوهان بیا د کورنیو چارو وزارت اقدام په دې شرط هیله بخښونکی بولي، چې نیول شوی کس بېرته په اړیکو خوشې نه او سزا ورکړي.

دوی وایي له دې وړاندې په ځلونو دا ډول مجرمین نیول شوي خو د سزا پرځای بېرته خوشې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب