سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeکلتورخاطرهفرهنګي تفريح | رفیع الله ارمان

فرهنګي تفريح | رفیع الله ارمان

يو چيرته په ديوال ليکلي و کار ژوند دی، او په غالب ګمان استاد اسدالله غضنفر وايي تفريح هغه وخت ښه لګي چې ښه ډير کار دې کړی وي او پوره ستړی شوی یې؛ دغه دواړه مقولې د تفريح د خوند لپاره ښه دلايل دي. خو ډيری خلک بيا د ژوند خوښي په هره ورځ تفريح او چکر کې لټوي، چې په حقيقت کې داسې نه ده، ځکه ستړيا او تفريح يو د بل دوه ضد پديدې دي، چې که دې پوره کار نه وي کړی بيا خو تفريح يوازې يوه پديده شوه چې د پيژندلو لپاره يې د يوې بلې پديدې شتون لازميږي.

بله دا چې له تفريح نه ډير وخت د چکر، مېلې، ټوکو- ټکالو، موسيقۍ، نڅا او مستۍ برداشت کيږي، چې کيدای شي دا هم د تفريح يو اړخ وي، خو زه/ موږ بيا تفريح ته له يوه بل اړخه او ځانګړې اړتيا په سترګو ګورو. او ممکن دغه موارد د نورو خلکو د مزاحمت سبب و ګرځي.

د روان ۱۳۹۹ کال د زمري مياشتې په ۲۱ مه سهار اوه بجې د ټېلفون زنګ را ويښ کړم، کتل مې چې د عارف اکمل شميره ده، ټېلفون مې غوږ ته کړ په هميشني خوشاله مزاج يې وويل آرمان صاحب نيمه ورځ ده ته لا ويده يې، پاڅه سړيه نن د لوګر په اشتها کې يم!

زه، عارف اکمل او محب الله آرمل د ليکوالۍ، شاعرۍ، ادب او فکر يوه مشترکه سره لرو، تفريح، چکر، بنډار، مجلس او مېله هم ډيری وخت له موږ دريو واړو سرا راواخلي؛ ډير وخت شوی و چې له آرمل سره مو خواله په شونډو پولۍ پولۍ پاته وو، په تيرو څو مياشتو کې مو څو ځله د ليدلو وعده وکړه خو سږني ليوني بوخت کال ډيرې چارې له خنډونو سره مخ کړې دي. 

ما هم مناسب فرصت وليد، په بيړه مې د دفتر ځينې کارونه تنظيم کړل، لا هم بل نوکريوال همکار نه و راغلی چې مسوليتونه وروسپارم، وړوکی يادښت مې د ميز پر سر ورته پريښود او په بيړه له دفتره را ووتم. ښه ده په بيړنيو حالاتو کې له خپل زاړه موټر سايکل نه مرسته غواړم چې په هيڅ وجه يې تر اوسه نه، نه دي راته ويلي؛ مخ په کابل مې له وردګو راولګول، له ميدان ښاره تل په څلويښت دقيقو کې رارسيږم. په کپمنۍ کې مې ټېلفون را وايست چې له اکمل سره پيدا کړم، ګورم چې دری فيصده چارچ يې هم پای ته رسيدلی، ښه په ډاډه زړه ګل شوی و. 

په بيړه مې کور ته ځان را ورساوه، بريښنا نه وه، د اکمل صاحب انتظار راته اوږد ښکاره شو، بس د ټکنالوژۍ او امکاناتو عصر دی. د کوڅې دوکان ته ووتم د دوکاندار په بيټريو درې څلور ټېلفونونه کتار ايښي ول، له يوه مې غلی چارجر وايست او خپل ټېلفون مې چارج ته کيښود، چې څنګه يې د بيټرۍ علامه ښکاره شوه، روښانه مې کړ، ژر له فسبوک سره وصل شوم، ګورم چې اکمل ښه ډير مسیجونه راته پريښي دي، په بيړه مې يې شميره ډايل کړه، بيا يې په خندانه خوله وويل؛ سړيه په دومره وخت کې سړی له زابله را رسيږي ته څه شوې؟ که ژر نه را رسيږې زه به پاتې سيروم تير کړم، چې لا مې هم صحت پوره د ډاډ وړ نه دی. 

ما ورغبرګه کړه، انشا الله چې له کابله ووتو رک روغ به شې او زه دا دی کپمنۍ کې يم، چيرته درشم؟ ويې ويل د دارالاسلام روغتون مخ کې لمر ويلي کړم.

زموږ له کوره تر کمپنۍ د پنځه ويشت دقيقو لاره ده، په دوه ګزي ګامونو ور روان شوم، تر کمپنۍ پورې ښه پوره وخت بيا ووت، لنډه دا چې اکمل د روغتون مخ ته د سيرومو کنول په لاس کې ټومبلی سرې ګرمۍ ته ولاړ دی. 

په يوه ښه خوله خندا موټر ته وختو مخ په کوټې سنګي.

د رحمان بابا ليسې ته څيرمه محمد يار يار صاحب د سړک په غاړه ولاړ و، اکمل له لرې وليد موټر يې ورته بريک کړ، محمد يار صاحب مو پرته له کومې مقدمې موټر ته را پورته کړ، غورې سره ونښليدې؛ دی د استاد اکاډميسن سلايمان لايق جنازې ته روان و، تر عيدګا جومات پورې مو مسير يو و. د کابل لار بندۍ خو نو نوم لري، دوه دری ساعته مو په لاره ښه علمي او فرهنګي مجلس وکړ، يار صاحب ډير خوشاله شو چې موږ مخ په لوګر محب الله آرمل ته ور روان يو، وويل کاش چې زه هم درسره تللی ووی، په همدې شيبه کې د محب الله آرمل زنګ هم راغلی، اکمل يې تلفون محمد يار ته و نيوه، له آرمل سره يې په تلفون ښه اوږد مجلس وکړ، خو د کور يوازيتوب او ځينې اړين کارونه يې وښودل چې نه شي کولی له موږ سره همدا اوس لوګر ته ولاړ شي، ګني زړه يې همدا اوس د لوګر هوا او هوس را چاپير کړی دی. يار صاحب مو د عيدګا جومات مخ ته ښکته کړ، موږ مخ په لوګر کش ورکړ. 

عارف اکمل به د خپل هنر مندانه او خندني مزاج له وجې ډيری کسان پيژني چې زه يې هم په لمړي ځل ليدو مريد شوی یم، بس نو له مشاعرو، غونډو، بنډارونو او فرهنګي ناستو را نيولې تر حکومتولۍاو سياست پورې يې د ډريورۍ سر بيره بحث کاوه، د اکمل بحث نو له خواږه تنز او هنرمندانه سبک سره مل وي. تر لوګره مو خورا طبعه برابره وه، په لاره مو ځينې ځايونو کې د نا امنيو په انديښنو هم خبرې وکړې چې له نيکه مرغه هيڅ نوعه مزاحمت مو ونه ليد. 

لوګر ته چې ورسيدو نو مستقيم ملي راډيو تلويزیون ته ورغلو، آرمل ته مو ناڅاپي ځانونه ور ښکاره کړل، تاسو خو پوهيږئ چې د فرهنګيانو، همفکرانو او ليکوالانو تر منځ د مودو مودو پس ليدل له څومره خوږو احساساتو سره مله وي.

تر چای ډوډۍ وروسته، د آرمل صاحب د تفريح حق ادا کول لازم وو، بيا مو هم د چکر تابيا وکړه، آرمل خپل موټر را ويست مخ د ګرديز په خوا روان شوو، اوس مو نو د بحث کړۍ تکميل شوه، د آرمل صاحب بحثونه او خبرې د سيند په کاڼو هم نه شي تلل کيدلی، چې چيرته کتاب دی، دی به پکې دوه ساعته مسلسل خبرې لري او ته به وايې د ټولې نړۍ کتابتونونه د ده دي…

په خبرو خبرو تېرې ته ورسيدو، ځای ځای به د طبيعت نندارې ته پلي هم شوو. په تېره کې د کوچيانو اوښان او رمه په سړک را ګډ وو، د څو شيبو لپاره يې لاره بنده کړې وه، موږ هم موټر څنډې ته کړ او دې نندارې ته تم شوو.

څو ځوانان را پيدا شول لمړی يې محب الله آرمل سره ښه روغبړ وکړ بيا يې موږ ته هم کلکې غيږې راکړې، له آرمل سره يې ښه خوله مجلس وکړ ټينګار يې کاوه چې بايد ورسره ولاړ شو، خو آرمل صاحب د بل وخت وعده ورسره وکړه، او په تلو تلو کې يې د استاد اسماعيل لاروي شميره ترې واخيسته او خدای پاماني مو ورسره وکړه. 

ګرديز ته واوښتو، آرمل صاحب وويل ښه که وخت لرئ چې نن شپه يو ښه فرهنګي مجلس په پکتيا کې درته برابر کړم. 

اکمل چې د پښې عمليات کړي وو، نو تکليف يې خورا ډير و د ده عضر معقول و، وويل چې په داسې مجالسو کې بايد په تمامه معنی سړی روغ وي ترڅو يوه علمي پانګه له ځان سره واخلي، خو زما زخم د ډير ناستي جوګه نه دی نو، هسې به په دې مجلس ونه پوهيږم، بل دا چې سبا ته رسميات پيليږي او بايد په وخت وظيفي ته ورسيږو. په آرمل مو مجلس کنسل کړ، خو خپل فرهنګي سير ته مو ادامه ورکړه.

د ګرديز ځينې ښکلي پارکونه مو په خبرو خبرو کې را وکتل او بيا مو د کتاب خانو کوڅې ته ځانونه برابر کړل، په علمي کتابتون کې مو ډير کتابونه لټ په لټ کړل، له مسولينو سره مو يې د نويو کتابونو په چاپ او ځينو نورو مسايلو لنډې خبرې وکړې، د تل په څير مو خلطې ترې له کتابونو را ډکې کړې.

محب الله آرمل  د (وخت لنډ تاريخ) کتاب چې د نړۍ مشهور ساينس پوه سټيفن هاکينګ ليکلی او وکيل احمد عزيزي پښتو کړی او د فرويد ارواپونه چې ډاکټر محب الله زعم پښتو کړی، عارف اکمل د اجمل پسرلي د لنډو کيسو ټولګه (نور خلک) او ما د نصير احمد احمدي (ټال) ناول واخيست چې د احمدي د ناولونو له لړۍ مې يې دا نه وو لوستی.

مازديګر په لويدو و چې د ګرديز له ښاره مو مخ په لوګر حرکت را وکړ.

قضا ماخستن لوګر ته را ورسيدو، د شپې تر دو بجو مو د آرمل صاحب د کور کتابتون لټ په لټ کړ، او د یوه بسته سمستر معلومات مو دلته سره تبادله کړل، وروسته مو داسې يو آرام خوب کړی چې په ژوند کې داسې شپې ماته کله کله ياديږي. سهار ښه په آرامو عصابو پا څيدو، چې د آرمل صاحب له کوره راوتلو نو د تل په څير يې بيا هم د کتابتون ذکات موږ ته ځان کړی کړی و. له نهاري وروسته بيرته د کابل په خوا را روان شوو، تر کابله پورې مو خبرې خلاصې نه شوې، لکه سړی چې په لاره که له کوم ملګري سره مخ شي او يوازې څو رواجي او ضروري خبرې وکړي او نور هر يو په خپله مخه رهي شي. 

که موږ يوه اونۍ هم چيرته روان وو، بيا به مو هم خبرې خلاصې نه شي، او وجه يې هم دا ده چې دا ټولې خبرې مو له کتابونو زده کړې دي، هو ډير ځایه مې لوستي دي هغوی چې خبرې يې نه خلاصيږي کتابونه ډير لولي. 

موږ چې هر ځل تفريح کوو، نو له ځان سره بيرته بې کتابه نه را ستنيږو، دا مو يو فرهنګ ګرځيدلی او لزت ترې وړو. که د وطن ناخوالو ته په تفريح کې هم وخت ور کړو نو د آبادۍ، رفاع او سوکالۍ په لور به هيواد ګړندي ګامونه واخلي.

کار وکړئ، تفريح وکړئ، خو ژوند او غوښتنې مو د عصر له تقاضا سره عيار کړئ

د ودان افغانستان په هيله.

رفيع الله ارمان

کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب