شوکت الله عابد
که موږ د اشخاصو او افرادو پر ځای د سیستم پر قوت، موثریت او پراختیا باورمن اوسو نو دا چاره موږ ته د ادارو د شتون ارزښت او اهمیت را په ګوته کوي او همداشان په ملي پرمختیا کې د ادارو نقش تعریف او روښانه کیږي.
د دې ترڅنګ، که اداری یا سازمانونه سیستم محوره شي او سیستمونه مؤثر او ساده وي، نو د عامه بارومندۍ په کسبولو کې مهم رول لرلی شي، چې همدا عوامل موږ ته په دولتي ادارو کې سیستم جوړونه د اړین لومړیتوب په نوم راپېژني.
له بله پلوه د ادارو پالسئ؛ په ځانګړي توګه د سکتوري ادارو او واحدونو پالسي او د هېواد بهرنۍ تګلارې، د داسې سيستمونو په وسیله ترسیم او تطبیق شي چې اقتصاد محوریت او د سېمي او نړۍ هېوادونو سره د متقابلو ګټو خوندیتوب او د دواړو لورو لپاره متوازنه هر اړخیزه اقتصادي وده او پرمختیا رامنځ ته کړي، یا هم د دې دوه اقتصادي موخو لپاره اساسي شاخصونه تعریف او وضع کړي.
همدارنګه د ښې حکومتوالۍ په برخه کې او د پورته موخو د ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې، په ادارو کې ډ حساب ورکونی، څارنې، او راپور وړاندې کولو میتودلوژي مدرنه او مؤثره شي. په ځانګړي ډول د څارنی چرخه او سایکل دې د عملي پایلو پر بنیاد د performance appraisal د علمي او عملي تأکیداتو په نظر کې نیولو سره تطبیق شي. چې دا چاره د متصدیو د کاري ظرفیت، وجدان او تخصص پورې سیده تړلی ده او په چارو کې د کمیت تر څنګ پر کیفیت هم ښه اغیز لرلی شي.
وړاندیزونه:
– فرد محوره سنتي پروسیجرونه دې اپډیت، مدرن او سیستم محوره شي.
– ادارو کې دې موثر او ساده سیستمونه ترسیم او تطبیق شي.
– تګلارې او پاليسۍ دې د ځان بسایني او اقتصادي ودې او پرمختیا په موخه اقتصاد محوره شي.
– په ادارو کې د تخصص، کاري ظرفیت او انساني وجدان په نظر کې نیولو سره مسؤلیتونه تقیسم او د څارنې سایکلونه دې اپډیت، موثر او د پایلو پر بنسټ، معیار وګرځي.
پایله
په ځان بسیا او پرمختللی انساني ټولنې او ژوند لپاره دولتونه برنامې طرحه، تدوين او عملي کوي او همدا د دولتونو اساسي دنده هم ده. نو که د برنامو د مثمریت او موثریت په اړه د پایلو پر بنسټ غور وشي حتمي ده چې د هېوادنۍ پرمختیا لپاره به د اقتصادي او غیر اقتصادي شاخصونو څخه په ادارو او سازمانونو کې عملي او عظیمي ګټه پورته شي.
درنښت