یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههلمند کې د سبو او مېوو مارکېټ پرانستل شو

هلمند کې د سبو او مېوو مارکېټ پرانستل شو

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲) د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکټور په اډانه کې د مېوو او سبو ځانګړی مارکېټ جوړ او پرانستل شو.

د کرنې وزارت د مطبوعاتي دفتر په حواله، په هغه غونډه کې، چې د یاد مارکېټ د پرانيستې په پار جوړه شوې وه، د هلمند والي تورن جنرال محمدیاسین خان، د لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي، د کرنې رییس زلمی الکو او د دې ولایت یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.

د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وویل، چې د هلمند په ولایت کې د بزګرو او بڼوالو د محصولاتو د پېر پلور لپاره مناسب ځای شتون نه درلود، چې له امله یې بزګران او بڼوال له ستونزو سره مخ ول. هغه وویل، چې ددې مارکېت په جوړېدو سره اوس بزګران کولای شي، چې خپل محصولات په مناسب ځای او مناسبه بیه خرڅ کړي.

د سبو او مېوو دغه عصري مارکېټ لښکرګاه ښار ته د ننوتو په دروازه کې جوړه شوی دی، چې د هلمند او نورو ګاونډیو ولایتونو سابه او مېوې به همدلته راوړل کیږي او بیا به د لښکرګاه ښار او د هلمند ولایت نورو ولسوالیو ته له همدې ځایه لېږدول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب