یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو ویلې موږ د چا مرستې ته اړتیا نه لرو

طالبانو ویلې موږ د چا مرستې ته اړتیا نه لرو

تاند(پنج شنبه، د اسد ۳۰) طالبانو د امریکا د دفاع وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي، دوی پیاوړي دي او د کومې ډلې یا تنظیم ملاتړ ته اړتیا نه لري.

تر دې وړاندې د امريکا دفاع وزارت پنټاګون په يوه راپور کې ويلي و چې، په افغانستان کې د القاعده تنظیم غړي له طالبانو سره په جګړه کې مرسته کوي.

زبیح الله مجاهد ویلي:

د دښمن پر وړاندې زموږ مجاهدین پیاوړي دي د هیڅ کوم بهرني لوري یا تنظیم ملاتړ ته ضرورت نه لري دا ډول راپورونه به د سولې په اړه د امریکا پر نیت افغانان لا ډېر شکمن کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به امریکا او متحدینو ته یې هیڅ کوم خطر نه وي متوجه او په خبره یې دوی یاد تړون ته ژمن دي او تراوسه یې عملي کړی دی.

د طالبانو ویاند دغه څرګندونې وروسته ترهغه کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا کانګرس یو راپور خپورکړی و او ادعا یې کړې وه چې د القاعده شبکې غړي له طالبانو سره په جګړه کې مرسته کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې، امریکا طالبان د القاعده شبکې سره په همکارۍ تورنوي، بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله راسې راپور ورکول شوی خو طالبان هر ځل دا تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب