جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکایۍ دیپلوماته: امریکا د سرتېرو د ایستلو لپاره له طالبانو سره نیمګړې...

امریکایۍ دیپلوماته: امریکا د سرتېرو د ایستلو لپاره له طالبانو سره نیمګړې هوکړه کړې

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۳۰) د امریکا یوې پخوانۍ دیپلوماتې لورل مېلر ویلي، چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې د طالبانو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی بلکې داسې دولت یې هم نه دی جوړکړی، چې وکولی شي په یوازې ځان طالبان مات کړي.

مېلر زیاته کړې، امریکا د افغانستان اوسني دولت ته وفاداره نه ده او ممکن له نویو څېرو سره سیاسي شراکت وکړي.

مېرمن میلر ویلي، امریکا د سړۍ جګړې پرمهال له حقاني شبکې او یو شمېر نورو افرادو ملاتړ کاوه خو په خبره يې وروسته یې ورسره دښمني پیل کړه.

هغې دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې ویلي، چې امریکا د خپلو سرتېرو ویستلو لپاره طالبانو سره نیمګړې هوکړه کړې ده.

لورل مېلر ویلي، ښايي د امریکا او طالبانو دا نیمګړې هوکړه په دغه هېواد کې پریوې اوږدې کورنۍ جګړې تمامه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...