یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتاجکستان: د استانبول پروسې د ناستې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود

تاجکستان: د استانبول پروسې د ناستې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود

تاند(پنج شنبه، د اسد ۳۰) د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين نن د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير محمد حنيف اتمر سره په ټلېفوني خبرو کې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی او دغه راز يې د استانبول پروسې او د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ناستې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود.

د بهرنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په لا پراخولو ټينګار وکړ.

مهرالدين ويلي، دوی د افغانستان د سولې له پروسې او د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو له ساتلو ملاتړ کوي او دغه راز يې هيله څرګنده کړه چې د افغانستان جګړه ژر تر ژره د افغانستان د دولت او خلکو په هڅو او د سيمې او نړۍ هېوادونو په رښتينې مرسته پای ته ورسېږي.

تاجکستان د افغانستان له هغه ګاونډیو هیوادونو څخه دی چې ډېر کله له افغانستان سره په بیلا بیلو موضوعاتو کې اړینې مرستې کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب