Homeخبرونهد پاکستان په پنجاب ایالت کې ورښتونو او سېلابونو ۳۳ تنه مړه...

د پاکستان په پنجاب ایالت کې ورښتونو او سېلابونو ۳۳ تنه مړه او ژوبل کړي

تاند ( پنج شنبه، د اسد۳۰) د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلوسیمو کې د زیاتو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي دي.

د پنجاب په ایالت کې د ژغورنې ډله وايي، چې سېلابونو ۱۷ تنه مړه کړي او په زیات شمېر نور ژوبل شوي دي.

د یادې ډلې ویاند وایي، یواځې په ابراهیم کالونۍ کې د یوه زوړ کور چپ پرېوتو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي او ۵ نور ژوبل دي.

نوموړی وایي، دغه راز په شېخ پور سیمه کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله ۲ تنه مړه شوي او ۷ نور ژوبل او په خبره يې په فالیا سیمه کې بیا د یوې میرمنې او ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه شوي دي.

د پنجاب په ایالت کې د ژغورنې ډله زیاتوي، چې د یاو پېښو سربیره د باران له امله د چکوال په سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د ځمکې ښوېیدنه له امله ۳ کارکوونکي مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي.

یاده ډله وایي دوی سیمې ته رسېدلي څو له ځپل شویو خلکو سره مرسته او لاسنیوی یې وکړي.

د دوی په خبره یو شمیر ټپيان یې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدولي خو وایي له ټپیانو یې دوه مړه شوي او د نورو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...