یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد لېبیا سواحلو کې روانه اونۍ ۴۵ کډوال اوبو ډوب کړي

د لېبیا سواحلو کې روانه اونۍ ۴۵ کډوال اوبو ډوب کړي

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۳۰) د ملګروملتونو د کډوالو ادارې مسولان وایي، چې په روانه اونۍ کې د لېبیا په سواحلو کې اوبو ۴۵ کسان ډوب کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې په دغو ډوب شویو ۴۵ تنو کې ۵ ماشومان هم شامل دي.

د ملګروملتونو د کډوالۍ د ادارې په وینا له دغې کښتۍ ۳۷ تنه ژوندي پاتې شوي دي، چې ډيری یې د مالي، سیناګال ، چاد او ګانا هیوادونو اوسیدونکي دي.

دا په ۲۰۲۰ کال کې د کډوالو په تړاو لومړۍ او تر ټولو مرګونې پیښه ګڼل کیږي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د ترکیې د وان په اوبو کې هم د مسافر وړونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې وه، چې له امله یې لسګونه کسانو خپل ژوند بایللی وو.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d8%aa%d8%b1%da%a9%db%8c%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%85%d9%87%d8%a7%d8%ac%d8%b1%d9%88-%da%a9%da%9a%d8%aa%db%8d-%d8%af-%da%89%d9%88%d8%a8%db%8c%d8%af%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب