جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد میدان وردګو اوسېدونکو د اعتراض په ډول د کابل-کندهار لویه لار...

د میدان وردګو اوسېدونکو د اعتراض په ډول د کابل-کندهار لویه لار تړلې

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۳۰) د میدان وردګو د ولسوالۍ ځایي خلکو نن د اعتراض په ډول د کابل ـ کندهار لویه لار تړلې ده.

اعتراض کوونکي وایي، چې د افغان ځواکونو له لوري په توغول شوو توپونو کې ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي.

دوی وایي د دغه ولایت په دراني سیمه کې افغان ځواکونو ډي سي توپونه توغولي، چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون پنځوملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لاریون کوونکو دغه راز د کابل – کندهار د لارې سربېره د کابل ـ بامیانو لار هم د تګ راتګ پرمخ تړلې ده او هیچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

لاریونوال له حکومت غواړي، چې د پېښې عاملین پیدا او د قانوني چلند ورسره وکړي.

تراوسه افغان چارواکو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...