یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد غزني د ولایتي شورا رئیس: طالبانو ته د ناوې ولسوالۍ له...

د غزني د ولایتي شورا رئیس: طالبانو ته د ناوې ولسوالۍ له لارې اکمالات کېږي

تاند، پنجشنبه، د اسد، ۳۰مه: د غزنی د ناوې ولسوالۍ له شاوخوا ۱۷ کلونو راپدېخوا د طالبانو په واک کې ده او له همدې لارې دغې ډلې ته له پاکستان څخه اکمالات کېږي.

د غزني د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیرزی ددغې ولسوالۍ ستراتېژیک موقعیت ته په کتو وايي، طالبان د کرزي د واکمۍ له پیل څخه تر اوسه په دغې ولسوالۍ بشپړ تسلط لري او له همدې لارې ورته اکمالات کېږي او تجهیزیږي.

ښاغلی فقیرزی زیاتوي، په تیرو څو کلونو کې د ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره هیڅ ډول اقدامات نه دي تر سره شوي.

هغه له طالبانو څخه ددې ولسوالۍ بېرته نیول مهم وبلل او زیاته یې کړه، د ناوې ولسوالۍ په بېرته نیولو سره به دغه ولایت ته د طالبانو له لوري ټول متوجه ګواښونه له منځه لاړ شي.

د غزني د ولایتي شورا رئیس په چارواکو غږ کړی چې د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جدي اقدامات تر سره کړي.

په ورته مهال د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه هم مني چې، د ناوې ولسوالۍ له څو کلونو راپدېخوا د طالبانو په ولکه کې ده، خو په خبره یې امنیتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې څو ځلې هوايي بریدونه تر سره کړي دي.

ویل کېږي حکومت په دغه ولایت کې یواځې د دریوو ولسوالیو جاغوري، مالستان او ناهور بشپړ واک په لاس کې لري او پاتې نورې یې څه په پوره او څه په نیمه ډول د طالبانو تر تسلط لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب