یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړيوال سازمان: په ټوله نړۍ کې ۱۶۸ مېليونه وګړي لوږې...

د بښنې نړيوال سازمان: په ټوله نړۍ کې ۱۶۸ مېليونه وګړي لوږې سره مخ دي

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۳۰) د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د کورونا تر څپې وروسته په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۸ مېلیونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې کورونا ویروس د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼ هېوادونه سخت وځپل او حکومتونه يې ونه توانېدل، چې خپلو ګړو سره مرسته وکړي.

سرچینه وایي، چې په افغانستان کې څلورو لسيزو جګړو د بې وزلۍ او فقر کمېدو ته اجازه نه ده ورکړې او په خبره یې په زیات شمېر افغانې کورنۍ شته، چې هره ورځ يوازې د ژوندي پاتې کېدوهڅه کوي.

په ورته مهال د افغان حکومت د شمېرو له مخې دمګړۍ په افغانستان کې ۵۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

که څه هم حکومت هڅه کوي، د نړيوال بانک په مرسته د ملي دسترخوان په نوم پروګرام پلی کړي تر څوهېواد کې له فقر سره مبارزه وکړي خو؛ د دې پروګرام پر وړاندې هم غبرګونونه شتون لري.

د افغانستان ولسي جرګې په غوڅ اکثريت دغه پروګرام رد کړ خو پر دې سربېره هم حکومت د دغه پروګرام پلي کولو ته دوام ورکړ.

بل لورته بیا عام خلک هم په دې پروګرام کې د فساد له شتون نه اندېښنه لري.

دوی وایي، چې له دې وړاندې د کورونا په خاطر د ډوډیو په وېش کې پراخ فساد شتون درلود او په دې باور دي، چې ښايي دا هم د تیرې مرستې په څېر اړمنو ته ونه رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال سازمان هم تازه ویلي، چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

https://taand.net/who-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%db%b1%db%b6-%d9%85%db%8c%d9%84%db%8c%d9%88%d9%86%d9%87-%d9%88%da%ab%da%93%d9%8a-%d9%84%d9%88%d9%85%da%93%d9%86%db%8c%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب