یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان: زموږ بندیان د نشه یي توکوپه قاچاق کې لاس نه لري

طالبان: زموږ بندیان د نشه یي توکوپه قاچاق کې لاس نه لري

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۳۰) وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر د هغو خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې ویلي ووکه طالب بندیان خوشې شي اروپا او امریکا به نشه یې توکي په سر واخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني له ډي ټایمز لندن سره تېره ورځ په یوه مرکه کې امریکا ته په اشارې ویلي وو، چې  د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې دې له پوره احتیاط څخه کار واخیستل شي.

د ولسمشر غني په خبردغه بندیان د نشه توکوسترقاچاق کوونکي دي.

خو تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ پيغام کې ویلي، چې د دوی بندیان د نشه یي توکو په قاچاق کې لاس نه لري.

مجاهد په ټوېټ کې لیکلي: « د امارات په وخت کې د مخدره موادو کښت صفر وو»

د یادولو ده ، چې تر دې وړاندې ټایم نشریې خبر ورکړی وو، چې د امریکا اوسنی حکومت د طالبانو د یوه پخواني غړي او د نشه يي توکو د قاچاق په تور د نیول شوي افغان قاچاقبر پر خوشې کولو کارکوي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%da%a9%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%b2%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d9%88%d8%b4%db%90-%d8%b4%d9%8a-%d8%af-%d8%a7/

4 COMMENTS

  1. د ټالبانو د حمارت په وخت کې افغانانو لا د تریاکو له کښت نه چندان اطلاع نه درلوده ، خو اوس کومې سیمې چې هلته ټالبان فعالیت کوي د تریاکو د کرکيلې عمده مرکزونه او په نړۍ کې تر ټولو لوی قاچاقابران اوسیږي.

  2. د امارت پر مهال د نشه يي توکو کرکيله صفر وه خو اوس تر ټولو زيات نشه يي توکي هغه ځای کرل کېږي کوم ځای چې طالبان واکمن وي.
    اوس دوی له همدغو نشه يي توکو څخه پيسې لاسته راوړي او د عشر په نوم هر بزګر لوټي دا څرګند حقیقت دی دوی ترې انکار نه شي…
    بلخوا د حکومت هغه ادعا هم ناسمه ده ځکه چې دوی اصلآ سولې ته ژمن نه دي د خپل قدرت لپاره هر څومره افغانان که وژل کېږي او ورکېږي پروا يې نه لري، راغلي ټاميان د غني په مشرۍ د سولې سخت ترين مخالف دي او فقط د ناروا قدرت غځول غواړي.
    سوله ملت ته سره کرښه او ملي ارمان دی نه يې طالب او نه يې حکومت مخنيوی کولای شي……

  3. د پورته لیکنی لومړنی دری کرښی د سخت تأمل وړ دی.
    اروپا او امریکا به د نشه ای موادو د قاچاق د مخنیوی او کنترول توان حتماً ولری خو هغه څه چی ډیره مهمه ده دا ده چی موږ باید د نشه ای توکو د بیرحمه منګولو څخه د خپلی ټولنی د ځوانانو د ژغورنی په غم کی اوسو نه د امریکائی انسان د اعتیاد د تشویش په غم کی.
    د نشه ای موادو د کښت او تولید او خرڅلاؤ او استعمال او اعتیاد خطرونه او ضررونه به د تروریزم د شومی سناریو تر خطرونو په کمه نه وی.
    زموږ لمنی ته د تروریزم او تاریاکو دواړو د ورود د تمویل او مدیریت منبع همهغه یوه منبع ده.
    هیله ده د حکومتداری داعیان د تاریاکو او نشه ای توکو او الکولو په وړاندی یوه پراخه او رسوا کوونکی سخته مبارزه پیل او وولس ته د بدخواهانو او دښمنانو شومی نقشی په ډاګه او د نشه ای توکو د کرونائی او ډراکولائی څیره وولس ته وروپیژنی.
    د نشه ای توکو عمومیت به ټولنی ته ډېر ستراتژیک ضرورونه ورسوی.

  4. سلام

    داسې ښکاری چې موږ لا د خپلې ټولنې په ژبه په دوه دورو کې پوه شوی نه یو .عجیبه نه ده موږ چې واړه وو ،نو غټانو به موږ په (ببړو ) ویرولو چې هله تښتۍ چې ببړو راغی او وبه موخوری .خو دا ببړو هیچا ونه لید اولا تر اوسه نامعلوم دی! که څه هم دغلام حضرت ورور نظر ډیر عالی دی . زه به هم دغه یو څوټکی تاسې سره په بشپړاحترام مطر ح کړم.
    څلور لسیزې اوږد کړکېچ دی اودقضیې په هربعد کې ملامت او ناملامت هم ښه څرګند یږی خوبیا هم داڅو میاشتې دومره دزندانیانو خبرې څخه د ببړو په نوم ګټه اخیستل کیږی چې سالم عقل یې نه منی.اروپایان او امریکایان به وداړی ! دخپلې ټولنې ضرورت ،بقا ،نفس ،او مسوله سوله بلې خواته ټیل وهو .لندن ټایمزښه پوهیږی او خوښ دی چې دلته هره ورځ جنجال وی ځکه ماشوم چې ونه ژاړی مور شیدې نه ورکوی .افغانستان د ډیری هېوادونو لپاره غوړه مړۍ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب