یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپنټاګون: طالبان له القاعده شبکې سره اوس هم لاس لري

پنټاګون: طالبان له القاعده شبکې سره اوس هم لاس لري

تاند(پنج شنبه، د اسد ۳۰) پنټاګون وايي ترلاسه شوي معلومات په ګوته کوي چې طالبانو د خپلو ژمنو خلاف د القاعده په ګډون له ترهګرو شبکو سره اړیکې ساتلې دي.

د پنټاګون عمومي مفتش شن او دانل، دا څرګندونې کانګرس ته په درې میاشتینې راپور کې وکړې.

راپور وايي، “د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ سنتکام راپور ورکړی چې طالبان د القاعدې ملاتړ ته دوام ورکوي او حتی په افغان ځواکونو بریدونو کې همکاري ورسره کوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت شاوخوا دوه میاشتې دمخه ویلي و چې په هند کې القاعده تل د ټیټ پوړو طالب غړو سره همکاري کړې.

که څه هم طالبانو تر دې دمه د پنټاګون وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي ، خو دوی په تیرو وختونو کې دا ډول تورونه رد کړي، او ویلي یې دي چې دوی له متحده ایالاتو سره خپلې موافقې ته ژمن دي.

له القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو قطع کیدل د تړون له مخې د طالبانو له اصلي او یو له مهمو ژمنو څخه دي.

1 COMMENT

  1. القاعده او طالب دلال یعنی پاکستاني استخبارات. دا شرمېدلې او غیر انساني اداره د نړۍ تر ۹۰ فیصده زیات ترورستان اداره کوي. د نړۍ په هرې تروریستي پېښه کې، که څه په شرق او څه په غرب کې وي په یو شکل نه یوه شکل او ډول دا مفسده اداره لاس لري. که نړۍ په رښتیا غواړې دا ډله نابوده کړي نو مرکز یې خو اوس وړندو ته هم معلوم دی. تر سو چې پاکستاني مرموز دولت او استخبارت د همدې شیطان صفته، مردارو او چټلو مفسیدینو او بشریت وژونکو په لاس که وي والله که نه نړۍ ارامه شي، نه تروریست ورک شي او نه القاعده او نه دا نورې حرمونې تروریستي ډلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب