یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: طالبانو سره د خبرو له پاره مو ټول اړین اقدامات...

ولسمشر غني: طالبانو سره د خبرو له پاره مو ټول اړین اقدامات تر سره کړي

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر غني وايي د افغانستان حکومت د سولې لپاره اړین اقدامات تر سره کړي، طالبان دې هم د رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او په دې برخه کې دې له بېلابېلو پلمو څخه ډډه وکړي.

محمد اشرف غني افغان پوځ ته په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي، د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ تېروتنه نه رامنځته کېږي.

ښاغلي غني پر امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ کړی چې د ملي ارزښتونو او ارضي تمامیت دفاع ته تیار اوسي.

ولسمشر دغه راز زیاته کړې، حکومت د طالبانو بندیان ورخوشې کړي او پر پاتې نورو یې بحث او خبرې روانې دي، خو په خبره یې تر اوسه طالبانو نه تاوتریخوالی کم کړی او نه هم سولې ته ژمنتیا لري.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي افغانستان په حساسو شرایطو کې قرار لري او افغان ځواکونه په دې مهو وخت کې د هېواد د راتلونکي لپاره د خورا زیات ارزښت وړ دي.

د ولسمشر په خبره افغان پوځیانو په دې توانېدلي چې د خپلې همغږۍ له مخې د دښمن پلانونه شنډ او له منځه یوسي.

نوموړی دا هم وايي چې داعش وسله واله ډله یې سخته ځپلې او له ماتې سره یې مخامخ کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب