یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
HomeخبرونهWHO: افغانستان کې ۱۶ میلیونه وګړي لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

WHO: افغانستان کې ۱۶ میلیونه وګړي لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

تاند (پنج شنبه، د اسد ۳۰) د خوړو نړیوال سازمان مسولان وایي، چې په افغانستان کې ۱۶ میلیونه وګړي لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د (WFP) استازولۍ ویلي، چې د کورونا له پراختیا سره هم مهاله په افغانستان کې بېکاري ډېره شوې ده.

یادې ادارې زیاته کړې، چې اوسمهال لومړنیو بشري مرستو ته د خلکو اړتیا ډېره شوې ده.
د خوړو د نړیوال سازمان ویاند وحید اماني وایي، چې اوس نږدې ۱۶ میلیونه افغانان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اماني په خبره کورونا ویروس له پراختیا سره هم مهاله په افغانستان کې نږدې ۴ میلیونه کسان بېکاره شوې دي.

دغه سازمان دغه راز له نړیوالو هم په دې برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.

د اقتصادي چارو پوهان بیا وایي، که په هېواد کې د بیوزلو خلکو لاسنیوی ونه شي او د دې بحران مخنیوی ونه شي ښايي ډیرې ستونزې رامنځته شي.

2 COMMENTS

  1. په لوګو کې د نړۍ د روغتیا سازمان اوتاسو د خوړو نړیوال سازمان په اړه خبر خپور کړیدی .

    • ستاسو نیوکه بې ځایه نه ده خو د روغتیا نړیوال سازمان هم په ملګروملتو پورې تړاو لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب