یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتخار کې ۱۴ سرتیري د طالبانو په برید کې وژل شوي

تخار کې ۱۴ سرتیري د طالبانو په برید کې وژل شوي

تاند(پنج شنبه، د اسد ۳۰) د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په پایله کې ۱۴ سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د تخار د والي ویاند، جواد هجري وایي طالبانو تیره شپه شاوخوا دولس بجې د لایزري وسلو په مرسته د احمد تاتار قومندان پر ولسي پاڅونوالو برید وکړ، چې دوه نیم ساعته یې دوام وکړ.

هجري وویل تر برید وروسته د سرحدي کنډک او امنیې قومندانۍ مرستې هم سیمې رسیدلي دي، خو د دې نښتې په پایله کې ۱۳ تنه پاڅوانول ووژل شول او څلور نور یې ټپیان شول.

یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې دغه نښته کې یو تن د سرحدي کنډک سرتیری هم وژل شوی او دوه نور یې ټپیان دي.

تخار د هیواد په شمال کې چې یو وخت تر ټولو خوندی ولایت و، خو اوس یې وسله وال طالبان په زیاتو برخو کې  فعالیت کوي او زیاته ناامني یې رامنځته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب