یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشاهین: تر هغې چې پاتې بندیان خوشي نه شي، د سولې خبرې...

شاهین: تر هغې چې پاتې بندیان خوشي نه شي، د سولې خبرې نه پیلوو

تاند(پنج شنبه، د اسد ۳۰) په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين يو ځل بيا ټينګار کړی، تر هغې چې د دوی ټول پاتې بنديان خوشي نه شي، له افغان حکومت سره خبرې نه پيلوي.

سهیل شاهین له یوې عربي ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تر اوسه د دوی ټاکل شوی پلاوی قطر ته نه دی رسېدلی او څو پورې چې د بندیانو خلاصون پروسه بشپړه شوې نه وي مذاکرات نه پیلوي.

بل خوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څو ورځې وړاندې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د ځنډ لامل د طالبانو له لوري د حکومت د کمانډو سرتېرو نه خلاصون دی.

صدیقي ویلي، طالبان دې د افغان حکومت هغه ۱۹ کمانډو سرتېري خوشي کړي چې له دوی سره بندیان دي او په خبره یې تر څو چې طالبان دغه سرتېري خوشي نه کړي، بین الافغاني خبري به پیل نه شي او حکومت به هم د دوی پاتې بندیان خوشي نه کړي.

دا خبرې داسې مهال راپورته کیږي چې، ټاکل شوې وه د مشورتي لویې جرګې له ترسره کیدو وروسته د یوې اونۍ په جریان کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي خو تر اوسه دغه خبرې ځنډیدلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب