سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد بادغیس اوسېدونکو دغه ولایت ته د نوي والي له ورتګ سره...

د بادغیس اوسېدونکو دغه ولایت ته د نوي والي له ورتګ سره مخالفت ښودلی

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۰مه: د بادغیس د قلعه نو ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت د ولایتي شورا له وکیلانو او د ولسي جرګې د غړو په همغږي یاد ولایت ته د نوي والي له معرفي کېدو سره مخالفت ښودلی دی.

دوی د بادغیس په ملکي هوايي ډګر کې په اعتراض سره ګواښ کړی چې د نوي والي حاجي جمعه ګل همت الوتکې ته به په دغه میدان کې د کیناستو اجازه ورنکړي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړی ناصر نظري وايي، دوی د دې لپاره لاریون کړی چې ددې ولایت اوسېدونکي نه په بادغیس او نه هم په مرکزي حکومت کې په لوړ پوستونو مقرر شوي دي.

ښاغلي نظري ټینګار وکړ تر هغه چې د بادغیس خلک په نورو ولایتونو کې په کلیدي پوسټونو مقرر نشي هېچاته په بادغیس کې د کار کولو اجازه نه ورکوي.

نوموړي په مرکزي حکومت غږ وکړ چې ددغه ولایت کدرونو ته دې په مرکزي حکومت او نورو ولایتونو کې د کار کولو موقع ورکړل شي او په لوړو پوسټونو دې وګمارل شي.

په بادغیس کې د مدني فعالانو له ډلې یو تن جنید الله اشکاني وايي، له پرون راهیسې د ولایتي شورا او د ولسي جرګې استازو پریکړه کړې چې نوي والي او د هغه مرستیال ته به په دې ولایت کې د کار کولو اجازه نه ورکوي.

په ورته وخت کې د بادغیس د ولایتي شورا وکیل فرید اخیزي ویلي، دوی به تر هغو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو چې د دغه ولایت سرپرست والي له خپلې دندې استعفا نه وي کړې.

حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. ګومان کوم چې بادغیسیانو د ټالبانو د منځنیو پېړیو حکومتولي ته زړه ښه کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب