Homeسپورتد ۲۰۲۰ کال فوټبال نړیوال جام مقدماتي لوبې وځنډیدې

د ۲۰۲۰ کال فوټبال نړیوال جام مقدماتي لوبې وځنډیدې

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) د اسیا د فوټبال کنفدراسیون او فیفا نن د ۲۰۲۰ میلادي کال فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام د مقدماتي لوبو د ځنډولو خبر ورکړ.

یادو ادارو په رسمي ډول اعلان وکړ، چې دغه لوبې به روان میلادي کال کې نه ترسره کیږي.

ټاکل شوې وه، چې  د ۲۰۲۲ زیږدیز کال نړیوال جام مقدماتي لوبې په قطر کې او همداراز د  ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونوجام لوبې اکتوبراو نومبرمیاشتو کې ترسره شوې وې خو اوس وځنډیدې.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون په خبرپاڼه کې وایي، چې دغه لوبې به په۲۰۲۱ زیږدیز کال کې ترسره شي.

خبرپاڼه کاږي، چې یادې لوبې له فیفا سره په همغږۍ ځنډول شوې او زیاتوي، چې د پیل کره نېټه به یې ژر اعلان شي.

د دې لوبو په مقدماتي لړۍ کې افغانستان هم له بنګله دېش سره د اکتوبر په میاشت کې لوبه درلوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...