Homeخبرونهد خبریالانو د شکایتونو د ثبت لپاره پاڼه پرانیستل شوه

د خبریالانو د شکایتونو د ثبت لپاره پاڼه پرانیستل شوه

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲۲) د خبریالانو د خوندیتوب کمېسیون مشر صدیق الله توحیدي د چهار شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل، دغه پاڼه د دې لپاره جوړه شوې چې د هېواد په هره سیمه کې خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاس رسي شکایتونه ثبت کړي.

د هغه په وینا، دغه شکایتونه لومړی د خبریالانو خوندیتوب کمېټې او بیا وروسته اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون ته رسېږي او تر هغه وروسته د دواړو بنسټونو له لوري څېړل کېږي.

نوموړي له ټولو خبریانو وغوښتل چې د هرې سرچینې په تړاو خپل شکایتونه په یاده پاڼه کې د ځای پر ځای شوو لارښوونو اړوند ثبت کړي.

هغه ډاډ څرګند کړ چې په دې سره به د ټولو ثبت شوو شکایتونو ته رسېدنه وشي او شته ستونزې به هوارې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...