جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههسپانیا کې په ورځني ډول د کورونا څه باندې ۴ زره مثبتې...

هسپانیا کې په ورځني ډول د کورونا څه باندې ۴ زره مثبتې پېښې ثبتیږي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) د فرانسې خبرې اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د لویدیځې اروپا په هسپانیا هېواد کې په چټکۍ د کورونا وبا د دویم ځل لپاره په خپرېدو ده.

یاد آژانس لیکلي، چې یادې ناروغۍ د هسپانیې خلک او چارواکي اندېښمن کړي او وېرولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په وروستیو ۷ اوونیو کې هره ورځ په ورځني ډول په دغه هېواد کې ۴ زره او ۹۳۲ مثبتې پېښې ثبتېږي.

د سرچینې په خبره دا د دې څرګندونه کوي، چې په یاد هېواد کې په ورځني ډول د کورونا وبا د مثبتو پېښو شمېر تر ایټالیا، المان، فرانسې او بریتانیا ډېر زیات دی.

د فرانسې خبرې اژانس په راپورکې زیاته کړې، چې اوسمهال له هرو سل کسانو نه ۹۵ هغه یې په کورونا ناروغۍ اخته دي.

سرچینه وایي دا شمېر بیا په فرانسه کې ۲۴ بریتانیا کې ۱۷ المان کې ۱۳ او ایټالیا کې ۸ تنو ته رسیږي.

د کورونا د پېښو د زیاتېدو له امله په هسپانیا کې حکومتي چارواکو یو ځل بیا بندیزونه لګولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب