Homeخبرونهد بشري حقونوخپلواک کمیسیون بمي چاودنو کې د ملکي وګړو پرمرګ ژوبلې...

د بشري حقونوخپلواک کمیسیون بمي چاودنو کې د ملکي وګړو پرمرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې د بمي چاودنو له امله د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندیښنه ښودلې ده.

یاد کمېسیون له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې ده، چې باید د ملکيانو د ژوند خوندیتابه په موخه په لارو کې د ماینونو له خښولو ډډه وکړي.

سرچینې په خبرپاڼه کې لیکلي، چې د کندهار د ارغستان ولسوالۍ خلک وايي، طالبانو د دې ولسوالۍ په هر ځای کې ماينونه ايښي، چې هره اونۍ دوه-درې ماينونه چاودنې کوي او خلکو ته مرګ په کې ژوبله اوړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خبرپاڼه کې زیاته کړې،چې دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې په تېرو ۱۰ ورځو کې په ياده ولسوالۍ کې د ۴ چاودنو له امله ۲۱ ملکيان وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې د بشري حقونوخپلواک کمېسیون له طالبانو په کلکه غوښتي، چې د نړیوالو بشرپاله حقونو اصول مراعت او د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې ده ، چې په دې وروستیو کې د بمي چاودنو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډیره زیاته شوې ده او دې چارې عام خلک اندیښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...