جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې په هکله د طالبانو دریځ مبهم دی، خو د...

د افغان سولې په هکله د طالبانو دریځ مبهم دی، خو د پاکستان پوځ د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۲) د پاکستان نظامي چارواکو په یوه ناسته کې ویلي، افغان سوله د سیمې د امنیت او ثبات لپاره اړینه ده.

د پاکستان پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو ټینګار شوی دی.

د دغه هېواد د پوځ مشر قمر جاوید باجوه په یاده ناسته کې د افغان سولې برخه کې د وروستیو پرمختګونو په هکله خوښي ښودلې ده او د افغانستان د حکومت له لوري یې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د سولې لپاره یو غوره فرصت ګڼلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي پاکستاني چارواکو ویلي، دغه اقدام تلپاتې سولې ته لاره هواروي او په خبره یې سخته اړتیا ده چې هر څه ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

باید وویل شي چې پرون سه شنبه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له افغان سفیر سره په لیندنه کې د افغانانو پر خپلمنځي خبرو د ژر پیلېدو ټینګار کړی دی.

پاکستان دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې د کړکېچ نړیوال سازمان وايي د افغانستان د سولې مسئله له ګڼو ستونزو سره مخ ده او په دې برخه کې د طالبانو دریځ تر دې دمه مبهم دی.

سرچینه د سولې په لار کې تر ټولو ستر خنډ د جمهوري نظام په اړه د طالبانو د دریځ ابهام او ددغه ډلې ترمنځ خپلمنځي اختلاف یادوي.

د کړکېچ نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کوي چې خپل دریځ دې روښانه کړي، د جګړې له تبلیغاتو دې ډډه وکړي او تر څنګ یې له افغان حکومت هم غوښتي چې د سولې لپاره ټول شرایط برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب