Homeخبرونهپکتیا کې د دېوال نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ ماشومان...

پکتیا کې د دېوال نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ ماشومان مړه شوي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) په پکتیا ولایت کې د یوه کور دېوال نړیدلی، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ ماشومان مړه شوي دي.

د یاد ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل وایي، چې دا پېښه تېره ورځ د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کارېز سیمه کې شوې ده.

منګل زیاته کړه په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ ماشومان مړه شوي، چې په کې ۵ نجونې او ۲ هلکان شامل دي.

نوموړی وایي  د ټولو وژل شوی کسانو عمرونه له نهه کلنۍ کم دي.

د منګل په خبره یاده سیمه کې تیره ورځ ډیر زیات ورښت له امله سیلابونه راووتل او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

په پکتیا کې د وروستیو ورښتونو له امله ګڼو نورو کورنیو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

زیانمنې کورنۍ وایي، تراوسه ورسره د حکومت له لوري هېڅ مرسته نه ده شوې او نه یې هم پوښتنه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....