جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټولګټوچارو وزارت: هرات- خواف رېل پټلۍ به ژر ګټې اخیستنې ته...

ټولګټوچارو وزارت: هرات- خواف رېل پټلۍ به ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

تاند( چهارشنبه ، د اسد ۲۲) افغان چارواکي وایي، چې ژر به د هرات ـ خواف رېل پټلۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان د رېل پټلۍ خپلواکې ادارې عمومي رییس او د ټولګټو وزارت سرپرست یما شمس وايي، چې د یادې پټلۍ ۹۵ سلنه رغنیزې چارې بشپړي شوي او په خبره یې ژر به پای ته ورسیږي.

د سرچینو دمعلوماتو له مخې د خواف-هرات ریل پټلۍ دریمه برخه ٦۲ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د شمتېغ له سرحدي سیمې څخه د هرات د غوریان ولسوالۍ روزنک کلي ته غځیدلې ده.

د ټولګټو چارو وزارت مسولان وایي، چې د خواف – هرات رېل پټلۍ لویه پروژه د ۲۲۰ کیلومتره په اوږدوالي په څلورو برخو کې جوړيږي.

شمس زیاته کړه، چې له دې ډلې یې دوه برخې د ۷٦ کیلومتره په اوږدوالي د ایران په خاوره کې جوړې شوې او ګټې اخيستنې ته چمتو دي.

مسولان وایي  د دې پټلۍ په پرانستلو سره به د هېواد لویدیځ د ریل پټلۍ له لارې د ایران سمندري بندرونو او دغه راز د ترکیې له ریلوې شبکې سره وتړل شي.

بل لورته د اقتصادي چارو پوهان بیا وایي د دې خواف ـ هرات رېل پټلۍ پرانیستو سره به اقتصادي چارې هم پر مختګ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب