جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد بالیووډ مشهور لوبغاړی سنجی دت په سرطان ناروغۍ اخته شوی

د بالیووډ مشهور لوبغاړی سنجی دت په سرطان ناروغۍ اخته شوی

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) هندي رسنۍ وایي، چې د بالیووډ مشهور لوبغاړی او ممثل سنجی دت د سږو د په سرطان اخته شوی دی.

سرچینې وایي، چې سنجى دت به په عاجل ډول د خپلې درملنې لپاره امريکا ته لاړ شي.

د هندي رسنیو د راپورنو له مخې سنجی دت څو ورځې وړاندې هم د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوى و.

په ورته مهال سنجى دت ټويټرکې ليکلي، چې: «ملګرو زه د درملنې په خاطر له کار څخه لرې کېږم، د درملنې پر مهال به مې زما کورنۍ او ملګري زما سره وي.»

نوموړي دغه راز په خپلو مینه والو غږ کړی، چې ډیر ژر به د دوی په دعاګانو له دوی سر بیرته یوځای شي.

مشهور فلمي ستوری سنجی دت څو ورځې وړاندې په ساه اخیستنه کې د ستونزې او په سینه کې د درد له امله د ممبي لیلاوتي روغتون کې بستر شوی وو.

سنجى دت د هندي فلمونو مشهورلوبغاړی دى، چې دوه فلمونه يې د «سرک ۲» او «تورباز» په نومونو په نږدې ورځو کې په انلاين بڼه هم خپرېږي.

1 COMMENT

  1. د غازیا نو کور ته په سپکه کتل خو داشیان لری او س هم وخت سته که د الله ج څخه بخشنه وغواری امید سته چی جور سی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب