جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیا او بلخ ولایتونو کې ۱۴ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله...

پکتیا او بلخ ولایتونو کې ۱۴ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتیا زرمت ولسوالۍ په مقرب خېلو او د احمد خېلو ولسوالۍ په کړکین سیمه کې پرامنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

دمومند په خبره په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی خو زیاتوي په ځوابیه ډزوکې په زرمت ولسوالۍ کې پنځه او احمد خېلو ولسوالۍ کې دری وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، چې تېره ورځ طالبانو غوښتل د شولګرې ولسوالۍ په پیکان دره سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي خو وایي ماین پرې چاودنه کړې ده.

رضایي زیاتوي په پېښه کې ۳ طالبان وژل شوي او ۳ تنه نورټپیان دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې یوځل بیا د وسله والو طالبان له لوري تاوتریخوالي زور اخیستی او هره ورځ د هېواد له بیلابیلو سیمو د نښتو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب