پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسرګې لاوروف: ښايي امریکا له وېرې اټومې وسلې وکاروي

سرګې لاوروف: ښايي امریکا له وېرې اټومې وسلې وکاروي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي، چې د نړیوال امنیت او سیاست وضعیت په چټکۍ د بدلون په حال کې دی.

لاوروف زیاتوي، چې امریکا پر نړۍ د واکمنۍ حرص لري، خو وایي ترڅنګ یې وېره او اندېښنه یې هم ورته ډېره شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره وایي ښايي امریکا له وېرې اټومي وسلو ته لاس وغځوي او اټومي بمونه استعمال کړي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې له نړیوالو سره پر بحثونو بوخت دي څو په نړۍ کې د نظم او امنیت د ساتلو لپاره نوي ژمنې رامنځ ته کړي.

لاوروف وایي دوی په دې هڅه کې دي څو تر دې د نړیوال وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي.

په دې وروستیوکې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلي شوي دي.

له دې وړاندې جان بولټن ویلي وو، چې د امریکا په حکومت کې د عراق د تجزیې نظریه شتون لري او غواړي د کوردانو لپاره نوی هېواد رامنځ ته شي.

خو د عراق پارلمان بیا د بولټن د دې خبرو په غبرګون کې وویلې، چې امریکا دې د عراق د تجزیې خیال له سره وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب