پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونههند ته د افغان سیکهانو د دویمې ډلې تګ وځنډېده

هند ته د افغان سیکهانو د دویمې ډلې تګ وځنډېده

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) افغان سیکهان وايي هغه کورنۍ له هېواد وځي، چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی.

دوی وایي یوشمېر هغه سیکهان، چې وضعیت یې ښه نه دی دلته پاتې کېږي.

افغان سيکهان وایي، چې افغانستان کې د سیکهانو لږه کیو یواځې څو کورنۍ پاتې دي، چې اوس هم ځان له ګواښ سره مخ بولي.

تېره ورځ هندي ورځپاڼې ټایمزآف انډیا د هندي چارواکو له قوله ویلي وو، چې ټاکل شوې د افغان هندوانو او سیکهانو ۱۸۰ کسیزه ډله چهارشنبه هند ته لاړه شي خو اوس د یادې ډلې د تګ مسئله د نا معلوم دلیل له مخې وځنډیده.

د معلوماتو له مخې په دغه ۱۸۰ کسیزه ډله کې د هغو پینځه ویشتو کسانو نږدې خپلوان شامل دي، چې په کابل کې په یوه برید کې ووژل شول.

د دغو لږه کیو لومړۍ ۱۱ کسیزه ډله د روان کال د جولای میاشتې په ۲۶ نېټه هند ته تللې وه.

د شمېرو له مخې یو وخت په افغانستان کې نږدې ۱۰۰ زره هندوان او سیکهان اوسیدل؛ خو اوس دغه شمېر یواځې ۷۰۰ تنو ته راښکته شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب